د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د بدخشان ولایت له يو شمېر علمای کرامو او مخورو سره وکتل.
په پیل کې محترم قاري جلال الدین د نورو په استازولۍ د یاد ولایت د اقتصادي، اجتماعي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت د مسؤلینو او مجاهدینو د کوښښونو په پایله کې د بدخشان اوسېدونکي له بشپړ امنیت برخمن دي او په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي.
محترم قاري جلال الدین مدرسواو ښوونځیو ته د پاملرنې ترڅنګ د انکشافي پروژو او شغل ایجادولو په برخو کې د بدخشان د خلکو غوښتنې هم د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره شریکې کړې.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، خلکو ته خدمت، د امنیت ټینګښت او د ولسونو هوساینه د اسلامي امارت له تعهداتو څخه دي چې د مسؤلین په دې برخو کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بدخشان ولایت د راغلو مشرانو او مخورو له لورې مطرح شویو موضوعاتو ته په اشارې زیاته کړه، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام لازم اقدامات وکړي.#