د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په جلا ناستو کې په ننګرهار کې د مېشت امرخېل قوم او د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ یو شمېر مخورو سره وکتل.
له ننګرهار څخه راغلو د امرخېل قوم مخورو په هیواد کې د اسلامي نظام ټينګښت لوی نعمت ياد کړ او زیاته یې کړه، د اوسني نظام ساتنه د حکومت تر څنګ د ولسونو مسؤلیت دی.
د ننګرهار د امرخېل قوم دغو مشرانو په خپلو سیمو کې د يو شمېر ستونزو د حل په موخه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته خپل وړاندیزونه هم وسپارل.
همداراز د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ قومي مخورو په هیواد کې د تلپاتي ثبات او د قومونو تر منځ پر یووالي د ټینګار تر څنګ یادونه وکړه، چې د اسلامي نظام او د بشپړ امن د ټینګښت له امله د ولسونو او حکومت تر منځ د همکارۍ فضا رامنځته شوې ده.
دغو مخورو څرګنده کړه، ولسونه له نظام څخه په کلکه دفاع کوي او د نظام پاېښت ته ژمن دي.
د محمد آغې ولسوالۍ قومي مخورو په خپلو سیمو کې د سړک جوړېدو او د برېښنا وېش تر څنګ په دې ولسوالۍ کې د انکشافي پروژو د تطبيق غوښتنې وکړې.
محترم مولوي عبدالکبیر له ننګرهار او لوګر ولایتونو څخه راغلو مخورو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه، اسلامي امارت افغانانو ته د غوره ژوند د اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي.
محترم سیاسي مرستیال وويل، د ولسونو د غوښتنو پر بنسټ هر کال ګڼ شمېر پراختیايي پروژې په ملي بودجه کې ځای پر ځای کیږي چې د یو شمېر هغو چارې پیل شوي او په بشپړېدو سره به يې د ولسونو ځينو ستونزو ته رسيدګي وشي.
محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت هیوادوالو ته د هغوی د حقونو ورکولو ته ژمن دی او د هېڅ لوري حق به تر پښو لاندې نشي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې وويل، په تېرو څو لسیزو کې ولس د اسلامي نظام او خپلواکۍ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او اسلامي امارت به د هيچا قرباني له ياده ونه باسي.#