د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د جاپان د ساساکاوا سولې بنسټ د پلاوي له مسؤل ښاغلي تدامیچي یاماماتو، د یاد بنسټ اجرائیه رئیس ښاغلي اتسو اداچي او افغانستان لپاره د جاپان سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومیا او مل پلاوي سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې ښاغلي تدامیچي یاماماتو چې د ساساکاوا سولې بنسټ د پلاوي رهبري کوي خبرې وکړې او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې. نوموړي زیاته کړه، جاپان له افغانستان سره په ټولو په ځانګړي ډول سوداګرۍ او اقتصادي برخو کې د ښو راوبطو غوښتونکی دی او د دې اړیکو د لا پراختیا هڅه کوي.
ښاغلي تدامیچي یاماماتو له افغانانو سره د جاپان د مرستو د دوام ډاډ ورکړ وې ویل، هیواد یې په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. نوموړي دغه راز په دې برخو کې د افغانستان اسلامي امارت له مسؤلینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جاپان ساساکاوا سولې بنسټ پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو سره د یاد هیواد د بشردوستانه مرستو مننه او قدردانی وکړ.
د ریاست الوزراء ادراي مرستیال د افغانستان او جاپان دوستانه اړیکو ته په اشارې وویل، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي دغه دوستانه اړیکې په غوره توګه دوامداره او پراختیا ومومي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، هغه کارونه چې په افغانستان کې د ډاکټر تتسو ناکامورا له لوري ترسره شوي د افغانستان ولس یې قدردانی کوي، دغه امر د دواړو هیوادونو ترمنځ د ژورې لېوالتیا څرګندويي کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په افغانستان کې بېلابېلو له هغې ډلې د کانونو استخراج، د کرنې پراختیا، روغتیا، معلوماتي ټکنالوژۍ او ښوونې او روزنې په برخو کې د پانګونې د فرصتونو یادونه وکړه او له جاپاني سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې په یادو برخو کې پانګونه وکړي.
محترم عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت د جاپان په شمول د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د متقابل درناوي او تعامل پر بنسټ د نېکو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی.#