د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د جوزجان له مرستیال والي محترم مولوي نورالدین عمیر سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د جوزجان مرستیال والي محترم مولوي نورالدین عمیر د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
نوموړي زیاته کړه، د مجاهدینو او سیمه ییزو مسؤلینو د هاند او هڅو په پایله کې په یاد ولایت کې امنیت او هوساینه په بشپړه توګه تأمین شوې او خلک په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
د جوزجان مرستیال والي دېته په اشارې چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت له لورې انکشافي پروژې عملي کېږي وویل، په دې ولایت کې هم انکشافي پروژې د تطبیق په حال کې دي او خلک یې هرکلی کوي.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده او د جوزجان د سیمه ییزو مسؤلینو فعالیتونه او کړنې یې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د تلپاتې ثبات تأمین، هیوادوالو ته د هوسا ژوند اسانتیاوې برابرول او د دوی د ستونزو حلول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي چې په ټول توان سره پدې برخه کې هڅې کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي خلکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو د ټینګار ترڅنګ له سیمه ییزو مسؤلینو وغوښتل چې خپلې دندې په درست ډول ترسره او تل له ولسونو سره نېک چلند وکړي.#