پرېکړه:
د چارو ادارې لوی ریاست د سرپرست شیخ نورالحق انور په مشرۍ، د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو، ارشاد، حج او اوقافو، د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو، د ستري محکمې او مرکزي دارالافتاء عمومي ریاستونو، د علماوو شوری او فقهي مجالسو په غړیتوب هیئت ته دنده سپارل کېږي په ټول افغانستان کې هغه بد رواجونه تثبیت کړي چې د شریعت له مخې روا نه وي او خلک یې هم زیاتو مصارفو او اسرافونو ته اړ کړي وي، د دې د مخنیوي لپاره دې یوه طریقه جوړه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی محترم مقام ته دې وړاندې کړي.
پرېکړه:
د چارو ادارې لوی ریاست د سرپرست شیخ نورالحق انور په مشرۍ، د کور او ښار جوړولو، عدلیې، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ (اراضي) او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ په ګډون هیئت ته دنده سپارل کېږي چې لاندې کارونه ترسره کړي:
۱ـ هغه ځمکې چې خالص امارتي ملکیت او د هستوګنې او سوداګرۍ لپاره دي، تر ښاري پلان لاندې او زیربنايي (بنسټیزې) چارې یې یوه اندازه ترسره شوې دي، هراړخیزه کړنلاره دې ورته جوړه کړي چې له مخې یې خلکو ته ځمکې تملیکاً په اصولي توګه وویشل شي.
۲ـ هغه هستوګنیز ښارګوټي چې د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي ثابت او تصفیه شوي دي، هراړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې د ښاري پلان مطابق خلکو ته د ابادۍ او ودانولو په موخه تملیکاً ورکړل شي.
۳ـ د ښاري پلان له مخې دې، د خلکو په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو بهیر اسانه او سهولتونه ورته رامنځته کړي.
پرېکړه:
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او اراضي ریاست په ګډون پلاوي ته دنده سپارل کېږي:
۱ـ د کابل په څلورو خواوو کې د صنعت اولیه او خفیفه لپاره دوه دوه زره جریبه ځمکه د صنعتي سیمو د جوړولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ښاري ماسټر پلان مطابق د یوې کړنلارې له مخې یادې ځمکې ځانګړې او وسپاري.
۲ـ په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې د صنعتي ساحو لپاره شل شل زره جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان له مخې ځانګړې او وسپاري. همدارنګه دې د یادې ځمکې له یوې برخې څخه د کانونو د پروسس کولو لپاره هم ګټه واخیستل شي.
۳ـ په کندوز ولایت کې دې (۱۰۰۰۰) لس زره جریبه ځمکه د صنعتي سیمو لپاره د امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان مطابق ځانګړې او وسپاري.
۴ـ د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او کندوز ولایتونو پرته په نورو ولایتونو کې د امکان په صورت کې د صنعتي پارک لپاره په هر ولایت کې (۱۰۰۰) زر جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان مطابق ځانګړې او وسپاري.
۵ـ د کوچني صنعت یا تشبثاتو لپاره دې په هر ولایت کې له لس څخه تر پنځوس جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټر پلان مطابق ځانګړې او وسپاري.
۶ـ د فارمي مالدارۍ، کرنې او د چرګانو پالنې لپاره دې خلکو ته ملکیتاً یا په اوږدمهاله د تمدید وړ اجاره ورکولو په موخه هراړخیزه کړنلاره چمتو کړي.
پرېکړه:
اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل کېږي، د لویو لارو په اوږدو کې هغه ځمکې چې هلته د مسجد او لوازماتو د ودانولو په موخه ټولګټو وزارت ته تثبیت شوې او د یاد وزارت له لوري تراوسه نه دي ابادې شوې، خصوصي سکټور ته ورکړي، چې نارینه او ښځینه مسجدونه، د اودسو ځایونه، تر څنګ یې تېل پمپونه، هوټل او د مسافرو د اړتیاوو مطابق ودان کړي چې د مسافرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
پرېکړه:
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او اوبو او انرژۍ وزارتونو او اراضي ریاست ته دنده سپارل کېږي، په هغو سیمو کې چې امارتي ځمکې او ترڅنګ یې اوبه شتون لري، د اغېزمنې ګټې اخیستنې او خلکو ته د اجاره ورکولو په موخه هراړخیزه طرحه چمتو کړي.
پرېکړه:
د امارتي شرکتونو لوی ریاست دې د سپين زر امارتي شرکت اړوند له کوکچې تر آبدان دښتې د کانال طرحه اقتصادي کمېسیون ته واستوي او د منظورۍ په موخه دې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی محترم مقام ته وړاندې کړي، اقتصادي کمېسیون دې د بحث پر مهال په همدې سیمه کې منظور شوی بند هم په نظر کې ونیسي.
پرېکړه:
د کانونو او پټرولیم وزارت او انکشاف ملي شرکت دې له بل خصوصي سکټور سره په ګډه د حاجي ګک سیمې د اوسپنې کان اړوند طرحه چمتو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی محترم مقام ته دې د منظورۍ په موخه وړاندې کړي.
پرېکړه:
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ته دنده سپارل کېږي چې د هلمند ولایت کجکي برېښنا قوي کولو او د توزیع لپاره د برېښنا شرکت جوړ شوی پلان تطبیق او راپور یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی محترم مقام ته وړاندې کړي.
پرېکړه:
په کومو ولایتونو کې چې د امنیتي مسؤلینو له لوري انساني ويښتان نیول شوي دي، د سوځولو په اړه دې د کورنیو چارو وزارت له لوري د امارت محترم مقام ته پېشنهاد وشي او د حکم ترلاسه کولو وروسته دې ټولو ولایتونو ته یاد حکم ابلاغ کړي او له هغه سره سم دې اجراأت ترسره کېږي.
پرېکړه:
د کومو شیانو صادرول یا واردول چې د مالیې وزارت یا له وزارتونو څخه د جوړې شوې تعرفې د کمېټې له لوري بندیږي، د هغه په اړه لاندې اجراأت ترسره کېږي:
۱ـ کوم شیان چې د مالیې وزارت یا د تعرفې کمېټې له لوري بندیږي یا اجازه ورکول کېږي، د هغه ټولو شیانو لېستونه دې تهیه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له محترم مقام څخه دې منظوري اخیستل کېږي، یاده کمېټه مکلفه ده چې د خپل کار لپاره طرزالعمل جوړ کړي.
۲ـ هغه اوسپنې چې د کابینې د فیصلې پر اساس یې قاچاق بند وي، د قاچاق کولو په صورت کې دې مالک باید (د اوسپنې نوعیت او د عمل تکرار ته په کتو) له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې بندي شي او هغه کس چې انتقالوي یې، د هغه موټر دې تر دوو میاشتو پورې ودرول شي.
۳ـ نیول شوې اوسپنه دې د سرحدي مجاهدینو له لوري مناسب محفوظ ځای ته انتقال شي، هلته دې په محفوظ ډول ذخیره او ټول مشخصات دې یې ولیکل شي.
۴ـ کومه قاچاقي اوسپنه چې نیول کېږي، هغه دې د بېرته ورکولو په صورت کې د والي، د مربوطه ولایت د قول اردو قومندان او د استخباراتو د رئیس په ګډه موافقه ورکول شي.
۵ـ د دې لپاره چې په غیر رسمي لارو باندې د ممنوعه توکو د قاچاق او د ممنوعه توکو د ورود مخه ونیول شي، نو د هر ولایت د امنیه قومندانۍ له لوري دې یوه اندازه تشکیل دې ساحو ته ورکړل شي، ترڅو د بارېدونکو اموالو او اجناسو او د را واردېدونکو اموالو تلاشي وکړي، یادو مجاهدینو ته دې یوه اندازه امتیازات ورکول شي.
پرېکړه:
د عامې روغتیا وزارت، مالیې وزارت، د صنعت او تجارت وزارت او د ښاروالیو عمومي ریاست دې د قاچاقي درملو او خوراکي توکو د مخنیوي لپاره یوه طریقه جوړه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی حضور ته دې وړاندې کړي. همدارنګه ټول هغه شیان دې هم مشخص شي چې د افغانستان له لوري یې صادرات کېږي او طرزالعمل دې ورته جوړ شي.#