د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اړوندې موضوع بحث او په هر اړخيز ډول يې ارزونه وشوه او وروسته د ترانسپورټي چارو د تنظیم کمېسيون له لوري د نقلیه وسايطو د ملکيت لېږد ترتيب شوی طرزالعمل وارزول شو.#