د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د الشفاء روغتون رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د پلاوي غړو په الشفاء روغتون کې د ترسره شویو کارونو په اړه راپور وړاندې کړ او وروسته یې د ساختماني چارو د چټکتیا او ښه والي، د ډیجیټلي سیستمونو برابرولو، نصبولو او فعالولو، د اکسیجن پلانټ او برېښنایي وسایلو، د ډاکټرانو او متخصصینو د ګومارنې، د ډاکټرانو او متخصصینو د روزنې او اړتیا وړ وسایلو د برابرولو او پېرلو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
د غونډې په پای کې له بحث او نظرونو وروسته د یاد روغتون د ژر فعالولو او ګټې اخیستنې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.#