عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی پرون د پکتیا ولایت له والي ملا مهرالله حماد، د علماوو شورا رئیس، امنیه قومندان، د استخباراتو رئیس او د یاد ولایت د ټولو امارتي ادارو مسؤلینو سره وکتل.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د پکتیا ولایت والي ملا مهر الله حماد د راغلو مسؤلینو په استازولي خبري وکړې، او له عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی سره یې د پکتیا ولایت د وضعیت او د همدې ولایت د امارتي ادارو د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.
ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته وینا وکړه، د پکتیا ولایت د مسؤلینو فعالیتونه یې وستایل او زیاته یې کړه، الله تعالی یو ښه فرصت راوستلی دی، د الله تعالی شکر ادا کړئ چې د علم، د دین، د اسلام د خدمت کولو، او د اتفاق، اتحاد، د اخوت او ایماني ورور ګلوۍ د دې ټولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، نو ساتل او حفاظت يې پر موږ او تاسي پوري اړه لري، مسؤلین دي خپل مسؤلیت ته ښه متوجه شي له غفلت څخه دي ځان وساتي، د شرعي نظام د حاکمیت لپاره باید قربانۍ ورکړو حوصله باید ختمه نه شي، او کوښښ باید وکړو چې اسلامي او شرعي احکام نافذ شي، په خاص ډول امربالمعروف نهي عن المنکر چې د اسلام اصلي هدف دی، اوس وخت دی چې په اقتصادي، سیاسي، او نظامي امورو کې شریعت تطبیق شي.
کوښښ وکړئ په خپلو منځونو کې ښه هماهنګي ولرئ، د مسؤلینو اطاعت کوئ، د خپلو مربوطه وزارتونو له وزیر صاحبانو او رئیس صاحبانو سره ښه هماهنګي ایجاد کړئ او اطاعت یې وکړئ، ځکه د وزیر صاحبانو اطاعت پر ټولو مسؤلینو لازمي دی او باید ښه ورته متوجه شئ.
عالیقدر امیرالمومنین زیاته کړه، مسؤلین د خلکو په خدمت کولو مکلف دي، لکه څنګه چې په تیر جهادي دور کې خلکو د مجاهدینو خدمت وکړ، اوس وخت دی چې مسؤلین د خلکو خدمت وکړي، او مسؤلین باید د خپل ولایت د خلکو د مشکلاتو په حل کولو او په مربوطه ولایت کې د خلکو ترمنځ د دښمنيو، اختلافاتو او قومي تعصباتو په ختمولو او د ښه امنیت په راوستلو کې پوره کوښښ وکړي. مسؤلین دي ډیر کوښښ وکړئ چې د خلګو تر منځ روغې جوړي وکړي.
وروسته مجلس نظام او خلکو ته د دعایې په لوستلو سره پایته ته ورسېدی. والسلام