د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وچې مېوې د بسته بندۍ او صادراتو ټولنې د نوي رئیس او مرستیالانو د معرفي په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وچې مېوې د بسته بندۍ او صادراتو ټولنې د نوي رئیس او مرستیالانو د معرفي په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل ولایت د وچې مېوې د بسته بندۍ او صادراتو ټولنې د نوي ټاکل شوي رئیس او مرستیالانو د معرفي په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې ناسته کې چې د اسلامي امارت د چارواکو تر څنګ د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو، سوداګرو او پانګوالو برخه درلوده. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د وچې میوې د ټولنې فعالیت د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ارزښتناک وباله او زیاته يې کړه، دا ډول هڅې د باکیفیته صادراتو او مېوې د تولید لپاره اړتیا ده.
محترم سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د سوداګرو هر ډول ملاتړ کوي او د ستونزو د حل لپاره یې په هره کچه چې اړتیا وي، هڅې نه دریغوي.
محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د وچې مېوې د نویو مسوولینو ټاکلو ته په اشارې سره وویل، اړونده مسوولې ادارې به ورسره همکارې وي او د چارو د لاښه والي لپاره به یې هر ډول لاس نیوی وکړي.