د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلی قمي ایران څخه د افغان بندیانو د رالېږد بهیر په اړه معلومات ورکړل وې ویل، هېواد یې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراخولو غوښتونکی دی.

حسن کاظمي قمي زیاته کړه کړه، ایران هڅه کوي د چابهار بندر په فعالولو او پراخولو سره، افغانستان ازادو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي وویل، ایران په افغانستان کې د نېمګړو روغتیايي پروژو بشپړېدو ته چمتو دی او غواړي د افغانستان په پوهنتونونو کې رغانیزې او علمي پروژې پیل کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ایران سفیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د حسنه اړیکو غوښتوونکی دی او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې کوم لوري ته ضرر ورسېږي.

محترم مولوي عبدالکبیر افغانستان ته د ایران د عدلیې وزارت پلاوي سفر ګټور وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت له ایران سره همکارۍ ته ژمن دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې له ایران څخه افغانستان ته د زر تنو افغان بندیانو د انتقالولو په اړه د شوي تفاهم د مننې ترڅنګ د دې پروسې د دوام غوښتنه وکړه.#