د کورونو جوړولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د کور او ښار جوړولو او بهرنيو چارو وزارتونو، د چارو ادارې عمومي ریاست، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي رياست د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د ابادۍ جوازونو صادرولو بهير کې د اسانتياوو رامنځته کولو پر لارو چارو او په پلاني او غير پلاني سیمو کې د اوسېدو کورونو جوړولو لپاره د غوره زمينې برابرولو پر وړاندې د خنډونو په لرې کولو بحث وشو.
ګډونوالو ټينګار وکړ، چې هيوادوالو او په ځانګړي ډول راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره بايد عملي او اغېزناک ګامونه واخيستل شي، ترڅو دوی وکولای شي په چټک او منظم ډول د سرپناه جوړولو لپاره اقدام وکړي.
همداراز د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ پر زياتوالي او د کاري پروسو د چټکتيا په اړه هم خبرې وشوې. مسؤلينو څرګنده کړه، چې د کورونو جوړولو لپاره د مناسبې زمينې برابرول د ښارونو يوه اساسي اړتیا ده او ورته جدي پاملرنه کولای شي د هيوادوالو د ژوند په ښه والي کې مهم رول ترسره کړي.
د غونډې په پای کې، د نيول شويو تصاميمو پر جدي تعقيب او د اړوندو بنسټونو تر منځ د همکاريو پر دوام ټينګار وشو، ترڅو خلکو ته د کورونو جوړولو او کار موندنې بهير په اغېزناک او اسانه ډول برابر شي.#