د پکتیکا ولایت سیمه ییزو چارواکو سره د ریاست الوزراء سياسي مرستيال کتنه

د پکتیکا ولایت سیمه ییزو چارواکو سره د ریاست الوزراء سياسي مرستيال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير نن د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزرات د مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي په ملتیا پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.

په دې ناسته کې د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد د خپلو چارو په هکله محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت له بریا وروسته په دغه ولایت کې یو شمېر ستونزې هوارې او ځینې پراختیایي پروژې پیل شوی، خو پر دې سربېره په پکتیکا کې د خلکو د اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره لاډېرو هڅو ته اړتیا ده. 

د یاد ولایت مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت په نږدې راتلونکې کې د مرکز ښرنې لپاره د لمرېزې برېښنا د پروژې او برېښنا سب ستیشن د چارو د پیل یادونه وکړه چې په بشپړېدو سره به په مرکز کې د برېښنا ستونزې هوارې شي.

د پکتیکا والي او نورو سیمه ییزو چارواکو د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د مثبت بدلون په موخه خپل وړاندېزونه له محترم سیاسي مرستیال سره شریک کړل او همدارنګه یې د پکتیکا ولایت د بشپړ امنیت ډاډ څرګند کړ.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پکتیکا ولایت د چارواکو د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د امنیت په ټېنګښت کې د امنیتي ادارو او مجاهدینو هڅې د قدر وړ دي.

محترم سیاسي مرستیال په تېره شل کلنه جهادي دوره کې د پکتیکا د ولسونو قربانۍ د اسلامي امارت په بریا کې اغېزناکې وبللې او وې وویل، اسلامي امارت له توپیر پرته د ټولو سیمو پراختیا ته کار کوي او د پکتیکا ولایت اړتیاو ته په پام به هڅې لا ډېرې شي. 

د ناستې په پای کې محترم سیاسي مرستیال د پکتیکا ولایت چارواکو ته د چارو د لاپرمختګ په موخه ځینې سپارښتنې وکړې.