د ریاست الوزراء  اداري مرستیال په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر محترم شیخ صنیع الله فرهمند سره وکتل.

په دې کتنه کې په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر محترم شیخ صنیع الله فرهمند د یاد سفارت د کړنو او برنامو په اړه راپور وړاندې کړ او وې ویل، د سفارت مسئولین تل په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا کوښښ کوي چې په دې برخه کې پام وړ پایلې هم ترلاسه شوې دي. 

نوموړي په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول افغان مهاجرینو ته د برېښنایي تذکرو د وېش اسانتیا په اړه په ترکیه کې د افغانستان سفارت د کوښښونو یادونه وکړه او وې ویل، په ترکیه کې مېشت افغانانو ته د خدماتو برابرول زموږ په لومړیتوبونو کې دي.  

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او په ترکیه کې د اسلامي امارت د سفارت کړنې او فعالیتونه یې وستایل. 

همدارنګه د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یاد سفارت له لوري په ترکیه کې د افغان تاجرانواو نورو هیوادوالو د ستونزو پر حل په ټینګار وویل، لازمه ده چې په سوداګریزه، سیاسي او فرهنګي برخو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره زیات کوښښ وشي.