د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار او لغمان ولايتونو يو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار او لغمان ولايتونو يو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره پخپل دفتر کې وکتل. 

په پيل کې دغو علماوو، قومي مشرانو او مخورو د ولسونو د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، اسلامي امارت دې د خلکو د اقتصادي ودې په موخه په لرې پرتو سیمو کې لا ډېرې رغنیزې پروژې تطبيق کړي، ترڅو ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.

دغو قومي مخورو په خپلو سیمو کې د یو لړ ستونزو د حل او مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي په اړه خپل وړاندیزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته وسپارل.

محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د خلکو د ستونزو حل او د هغوی د غوښتنو اورېدو په موخه د اسلامي امارت دروازې د ټولو پر مخ پرانيستې دي او له توپير پرته ټول هیوادوال کولای شي چارواکو او مسؤلینو ته مراجعه وکړي.

محترم سیاسي مرستیال له لغمان او ننګرهار څخه راغلو علماوو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي او اړوندو ادارو ته به لارښوونه وکړي چې د شته ستونزو د حل لپاره اړین اقدامات وکړي.#