د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماسپښین د پروان، پنجشېر او کاپیسا له یو شمېر علماو، متنفذینو او ځوانانو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

‏یاد پلاوي له نظام او اسلامي امارت څخه د ملاتړ ترڅنګ، په سیاسي او امنیتي برخو او دغه راز د غوره دولتي خدمتونو وړاندې کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د یوې طرحې په چوکاټ کې شریکې کړې.

محترم مولوي عبدالکبیر دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت پالیسي داده چې د هیواد ټول ولایتونو او وروڼه قومونه باامنه وي او له خپلو مشروع حقونو برخمن واوسي.

نوموړي د دې په بیانولو سره چې اسلامي نظام د افغانانو د دواړو جهادونو د دورو ارمان وو وویل، د نظام او اسلامي حکومت پر ضد جګړه جواز نه لري.

محترم مولوي عبدالکبیر د متنفذینو او ځوانانو هڅې اغېزمنې وبللې او په بېلابېلو برخو کې د هیواد او ملت په ګټه یې له خپل نفوذ څخه ګټې اخیستنې ته وهڅول.