د رياست الوزراء اداري مرستيال د مختلفو ولايتونو يو شمېر علماوو، محلي مسؤلينو او سپين ږيرو سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د مختلفو ولايتونو يو شمېر علماوو، محلي مسؤلينو او سپين ږيرو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د مختلفو ولايتونو يو شمېر علماوو، محلي مسؤلینو او سپين ږيرو سره وکتل.
په دې کتنه کې، هغوی د خپلو اړوندو ولايتونو د عمومي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او د اسلامي امارت مسؤلينو څخه يې مدرسو، ښوونځيو، روغتيا، مواصلاتي لارو او انکشافي چارو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي علماوو، محلي مسؤلينو او سپين ږيرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د امنيت تأمين، خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او هغوی نه د ژوند د غوره شرايطو برابرولو ته ژمن دی.‌
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت به ستاسو غوښتنو او وړانديزونو ته د رسيدګي لپاره لازمه هڅه وکړي.#5921:49