د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير نن د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سرپرست وزیر محترم ملا نورالله نوري په ملتیا غزني ولايت ته د سفر په جریان کې په لویه ولسي ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
په دې ولسي ناسته کې د غزني ګڼ شمېر قومي مخورو ، علماوو، د یاد ولایت ملكي او پوځي مسوولینو، د پوهنتونونو رئیسانو، استادانو، د جهادي مدرسې مسوول او استادانو، د ښوونځیو مدیرانو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
په پیل کې د غزني والي حافظ محمد امين عمري د ښه راغلاست پر مهال وویل، په یاد ولایت کې د اسلامي امارت ټول اصول د ولس په همکاري پلي کېږي او د سیمه ییزه ادارې د همغږۍ له امله ولسونه د اسلامي امارت پراخ ملاتړ کوي.
ورپسې د غزني د بېلابېلو ولسوالیو قومي مخورو او علماوو، د افغانستان د غوره راتلونکې لپاره د اسلامي نظام ټېنګښت اړین وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې زیات پرمختګونه کړي او افغانان د اسلامي امارت د دريځ ملاتړ کوي.
د غزني قومي مخورو او علماوو د سمه ییزې ادارې له خدماتو څخه رضایت څرګند کړ او د ښوونځیو، مدرسو، د څښاک اوبو او نورو برخو کې یې د پراختیایي پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
همدارنګه د ځوانانو استازو یادونه وکړه، د اسلامي امارت له بریا وروسته د ځوانانو انرژي د جګړې پر ځای د هېواد په رغاونه لګول کیږي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر محترم ملا نورالله نوري وویل، د ملت د یووالي او اسلامي امارت د ملاتړ له امله د امریکا پر وړاندې جهاد بریالی شو او اسلامي امارت د هرې موضوع پر وړاندې مسوولانه چلند کوي.هغه زیاته کړه، پر اسلامي ارزښتونو معاملې ته اجازه نه ورکوي او په نږدې راتلونکې کې به ګڼې نوې پروژې پیل کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر یادې غونډې ته د وینا پرمهال غزني ولایت ته په خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وې ویل، په هېواد کې د بشپړ امنیت او اسلامي نظام په حاکمیت سره د افغانانو د جهاد هیلې ترلاسه شوې او افغانانو د تاریخ په اوږدو کې خپل مسوولیت ښه ادا کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت د ډېرو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړی او د سیمې په ګډون له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت سیاست خپلواک او ناپېیلی دی او افغان حکومت متوازن سیاست پرمخ وړي.
نوموړي څرګنده کړه، اسلامي امارت د کاري فرصوتو رامنځته کېدو لپاره د پانګونې پروسه اسانه کړې او حکومت به له خپلې بودیجې ګڼې پروژې هم پیل کړي.
په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د امنیت له تامین سره اسلامي امارت د آبادۍ هڅې کوي او د غزني اوسیدونکو ته یې ډاډ ورکړ چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي.