د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: ښوونکي او استادان دې نوي نسل ته د اسلامي اخلاقو او نبي کریم ص د سیرت په هکله معلومات ورکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: ښوونکي او استادان دې نوي نسل ته د اسلامي اخلاقو او نبي کریم ص د سیرت په هکله معلومات ورکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر تېر ماښام په کابل کې په جامعه شمس علوم روحانيه مدرسه کې د نبي کریم ص د سیرت په ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
په دې ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست ترڅنګ ګڼ شمېر علماوو، مجاهدینو او هېوادوالو برخه لرله، محترم مولوي عبدالکبیر د نبي کریم ص د سیرت او اخلاقو پر ارزښت خبرې وکړې او د مسلمانانو په ژوند کې یې د اسلامي اخلاقو پر عملي کېدو ټینګار وکړ
محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، د ملت د قربانیو په پایله کې له نیکه مرغه د هېواد پر ټوله جغرافیه اسلامي نظام حاکم دی او د دیني ارزښتونو په رڼا کې د اسلامي نظام له لوري د ولسونو خدمت کیږي.
محترم مولوي عبدالکبیر، له ولس سره د اسلامي امارت د مسوولینو او مجاهدینو پر ښه چلند ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، مسوولین دې په خپلو کړنو کې د نبوي اخلاقو او اسلامي احکامو رعایتولو ته پام وکړي.
محترم سیاسي مرستیال په بېلابېلو برخو کې د علماوو مشورې اړینې وبللې او څرګنده یې کړه، علماء کولای شي خپل اصلاحي نظرونه له اړوندو ادارو سره د مثبت بدلون لپاره په مستقیم ډول شریک کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر، د سیرت نبي د ناستې له جوړونکو په مننې وویل، ښوونکي او استادان دې په ښوونیزو مرکزونو کې د غونډو په جوړولو سره نوي نسل ته د اسلامي اخلاقو او نبي کریم ص د سیرت په هکله معلومات ورکړي.