د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې عمومې مشرې او مل پلاوي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې عمومې مشرې او مل پلاوي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې عمومي مشرې اغلې ډاکتر حنان حسن بلخي او مل پلاوي سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې د روغتیا وزارت سرپرست محترم مولوي نورجلال جلالي هم حضور درلود، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې عمومي مشرې اغلې ډاکتر حنان حسن بلخي په بلخ کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز د پرانیستې ترڅنګ له ځینو روغتونونو او بېلابېلو ناروغانو سره د لیدنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ډېرې هغه ناروغۍ چې د واکیسنونو له لارې د مخنیوي وړ دي، په اړه یې له مسوولینو سره وغږېدو.
هغې زیاته کړه، زموږ بېلابېل بنسټونه به د نشه یي توکو د مخنیوي او د معتادینو د درملنې په موخه د روغتیا سرپرست وزیر سره په ګډه عمل داسې پلان ترتیب کړو چې وخت او موخې په کې ټاکلې وي.
ورپسې د بل ملنډا ګیټس بنسټ د روغتیا برخې عمومي مشر ډاکتر کرستوفر الیاس وویل، تېر کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې زیاتې وې، موږ به د عامې روغتیا له وزارت سره له نږدې کار وکړو، ترڅو په راتلونکي کې هیڅ ماشوم د پولیو په مرض اخته نه‌شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان فعالیتونه او له عامې روغتیا وزارت سره دلازیاتې همغږۍ په رامنځته کېدو یې ټینګار وکړ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د واکسینونو او روغتیایي خدماتو په برخو کې د دوی له فعالیتونو او معلوماتو مننه وکړه او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې ټول ماشومان واکسین شي، پولیو له منځه لاړه شي او هیڅ ماشوم ورباندې اخته نه‌شي.
نوموړي د روغتیا نړیوال سازمان له مسوولینو وغوښتل چې په یاد سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د فعالېدو ترڅنګ ناروغانو ته د روغتیایي ویزو برابرولو، د معتادینو او انتاني ناروغیو درملنې، د سرطان ناروغۍ د درملنې روغتون جوړولو، د ډاکترانو او تخنیکرانو د ظرفیت لوړولو، د پولیو لابراتوار اساسي فعالېدو او تجهیز ته پاملرنه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار وکړ چې د تاریخ تېرو او بې کیفیته درملو او کېټونو وېش نه یوازې ناروغانو ته بېلابېلې ستونزې ورپېښوي، ترڅنګ یې د نړیوالو بنسټونو باور ته هم زیان پېښوي او کلک مخنیوی باید وشي.
اغلې ډاکتر حنان حسن بلخي وویل، د روغتیا په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب په اړه یې د یاد سازمان رئیس ته ویلي او کوښښ کوي چې افغانستان ژر تر ژره دا موقف ترلاسه کړي.
همدارنگه اغلې بلخي د تاریخ تېرو درملو او کېټونو د وېش په اړه ریاست الوزراء اداري مرستیال د اندیښنو په ځواب کې د څیړنو ډاډ ورکړ.3917:20