د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل کړنو او اجراآتو راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د ماليې وزارت، کابل ښاروالۍ، علومو اکاډمۍ او د خيرخواه الکترونيکي شرکت موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت اړوند موضوع د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#