د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د جوزجان له امنیه قومندان محترم مولوي عبدالولي اتقاني سره وکتل.
په پیل کې د جوزجان امنیه قومندان محترم مولوي عبدالولي اتقاني د دې ولایت د امنیتي وضعیت ترڅنګ د جوزجان امنیه قومندانۍ د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت مسؤلین او مجاهدین په دې ولایت کې په خپل ټول توان سره د ولسونو د هوساینې او امنیت د تأمین لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي او تل د اسلامي امارت د مشرانو اوامرو او لارښوونو عملي کولو ته چمتو دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې په ټینګار چې په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د هوسا ژوند برابرول او لازمې اسانتیاوې رامنځته کول د اسلامي امارت له تعهداتو څخه دي وویل، باید په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وشي.#