د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دغه کمېسیون د رامنځته کېدو پر اصلي هدف او همدارنګه د تېرو درېیو کلونو پرمهال له کابل ښار څخه د سوالګرو راټولولو پروسې پر ارزښت خبرې وکړې.
محترم ملا صاحب وویل، د دغه کمېسیون د غړو ادارو د هڅو په پایله کې له کابل ښار څخه تر ډېره سوالګر راټول شوي او له مستحقو سوالګرو سره د اسلامي امارت له لوري په میاشتني ډول نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوې دي.
ورپسې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د مسوولینو له لوري د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون له کړنو څخه د نظارت راپور غونډې ته وړاندې شو.
د راپور له مخې، په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو پروسې له پيل راهیسې ۷۴۹۶۸ سوالګر راټول شوي، چې له دقیقې ارزونې وروسته یې ۳۷۹۴۷ مستحق او ۳۷۰۲۱ بیا حرفوي سوالګر پېژندل شوي. مستحق سوالګر افغاني سرې میاشتې ته ورپېژندل شوي، چې په میاشتني ډول ورته د بانکي حسابونو له لارې پیسې حواله کېږي. همدا ډول یوشمېر مستحق سوالګر بیا د درملنې په موخه د عامې روغتیا وزارت او ځینې بیا د کارموندنې په موخه کابل ښاروالۍ ته ورپېژندل شوي.
په راپور کې د دغه کمېسیون د ترسره شوو فعالیتونو ترڅنګ په یوشمېر برخو کې موجودې ستونزې هم له ګډونوالو سره شریکې شوې.
د راپور له اورېدو وروسته د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دغه کمېسیون ټولو غړو وزارتونو او ادارو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له لوري «د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون» منظور شوی طرزالعمل په ښه ډول عملي او تطبیق کړي.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، په لومړیو کې په کابل ښار کې د سوالګرو شمېر تر ډېره کم شو؛ خو په دې وروستیو کې یوځل بیا څه ناڅه زیات شوی چې جدي تعقیب او کار ته اړتیا لري.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په مشرۍ به د دغه کمېسیون غونډه په میاشت کې یوځل ترسره کېږي او د خپلو فعالیتونو راپور به د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ته وړاندې کوي.