د رحمت خصوصي روغتون پلاوي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د رحمت خصوصي روغتون پلاوي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د رحمت خصوصي روغتون پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د رحمت روغتون پلاوي د یاد روغتون د ظرفیتونو او ستونزو په اړه چې د کابل په کچه له مجهزو روغتیایي مرکزونو څخه دی، معلومات وړاندې کړل.
محترم مولوي حنفي د معیاري او سټنډرډ روغتونونو شتون د هیواد له څرګندو اړتیاوو وباله او ژمنه یې وکړه چې له رحمت روغتون څخه به کتنه وکړي او د ستونزو د حل اقدام به وشي.