د رياست الوزراء سياسي مرستيال يو شمېر سوداګرو سره وليدل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال يو شمېر سوداګرو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون د افغانستان د وچې مېوې یو شمېر سوداګرو سره ولیدل.
په دې ليدنه کې، د وچې مېوې صادرونکو سوداګرو له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې د سوداګرۍ لپاره یې لازم سهولتونه برابر کړي او پر سوداګرو ناقانونه اخاذي او فشارونه له منځه تللي دي.
هغوی وویل، په تېرو دریو کالو کې بهرنیو هیوادونو خصوصاً هند او متحده عربي اماراتو ته د وچې مېوې په صادراتو کې پام وړ زیاتوالی راغلی او هره میاشت سلګونه ټنه وچه مېوه بهر ته صادرېږي.
یادو سوداګرو دغه راز پر بانکي سکتور د محدودیتونو د لرې کېدو او د هند د ویزو په صدور کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه او وې ویل، په پاکستان کې پر وچې مېوې د ترانزیټ اضافه ماليې له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغوی دغه راز په کابل کې د وچې مېوې د سوداګرو لپاره د ځمکې د ځانګړې کېدو یادونه هم وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر دغو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د هغوی د ستونزو د حل لپاره به اړوندو ادارو ته سپارښتنې وکړي او اسلامي امارت به د هند د ویزو په صدور کې د ستونزو حل په تړاو هم هندي مقاماتو سره خبرې وکړي.
نوموړي دغه راز وویل، د وچې مېوو سوداګرو ته به د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې ځمکې ځانګړې او سهولتونه برابر شي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبیر همداراز وویل، ګاونډي هیوادونه بايد د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو له جوړولو لاس واخلي او د دوه اړخيزه سوداګرۍ د ودې لپاره دې لازم سهولتونه برابر کړي.#