د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه د لویې پکتیا یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په سپيدار ماڼۍ کې وشوه، یادومشرانو د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته د اسلامي امارت د بریا مبارکي وویله او د نظام د لا پیاوړتیا لپاره یې د ولسونو د ملاتړ او هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د لویې پکتیا مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان د وروڼو قومونو پر لا یووالي په ټینګاروویل، د افغانستان اسلامي امارت د ټول ملت دی او تاسو ته دې خدای تعالی د دغې نېکې ارادې او نیت اجر درکړي. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل، د بهرنیو چارو وزارت د فعالې ډيپلوماسۍ له برکته د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو سره ښه تعامل لرو، له افغانانو سره نړیوالې بشري مرستې ادامه لري او ورځ تر بلې زموږ اړیکې ورسره لا پراخېږي.