د جوزجان ولایت د مُردیان ولسوالۍ یو شمېر علماو او متنفذینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د جوزجان ولایت د مُردیان ولسوالۍ یو شمېر علماو او متنفذینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د جوزجان ولایت د مُردیان ولسوالۍ یو شمېر علماو او متنفذینو سره وکتل.
په دې کتنه کې هغوی د یادې ولسوالۍ د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
هغوی وویل، افغان ملت له کلونو ناامنۍ او بې ثباتۍ وروسته امنیت او ارامي ته رسېدلی چې له شک پرته د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسوولینو د زحمتونو او کوښښونو پایله ده. د مُردیان ولسوالۍ علماوو او متنفذینو همدارنګه د مدرسو، ښوونځیو، روغتیایي کلینیکونو، مواصلاتي لارو او پراختیایي چارو موضوعات یاد کړل او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې په هغه اړه ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماوو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پرمهال خلکو ته د خدماتو برابرول، د امنیت او ارامي تامین د اسلامي امارت د مسوولینو له دندو څخه وبلل او وې ویل، په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت مسوولین خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د خدماتو برابرولو ته ګومارل شوي چې شپه او ورځ کوښښ وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د مُردیان ولسوالۍ د علماوو او متنفذینو له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه وویل، اسلامي امارت به د دوی غوښتنې وارزوي او د امکان تر حده به لازم اقدامات وکړي.