د تېرې ادارې د میدان وردګو والي ته د مصونیت کارت ورکړل شو

د تېرې ادارې د میدان وردګو والي ته د مصونیت کارت ورکړل شو

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د تېرې ادارې د میدان وردګو والي ته د مصونیت کارت ورکړ..
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشأ رئیس مولوي ذاکر، جنرال مظفرالدین یمین ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، هر افغان په هېواد کې د ژوند کولو حق لري او اسلامي امارت په کور دننه د ټولو وګړو یو شان حقونو ته ژمن دي.
د میدان وردګو پخواني والي هېواد ته په خپل راتګ خوښي څرګنده او د اسلامي امارت د همکارۍ ستاینه یې وکړه.
نوموړي وویل، په پوره ډاډ خپل هېواد ته راستون شوی او په بهر کې له مېشتو پخوانیو چارواکو یې وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي او په هېواد کې د شته امن په فضأ کې ژوند وکړي.