محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په هرات کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مردوف سره وکتل.

د دې لیدنې پرمهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر الحاج ملا محمد یونس اخوندزاده، د ترکمنستان د ترانسپورټ او ریل پټلۍ وزیر، د دولت وزیر او د ترکمن ګاز دولتي شرکت رئیس او یو شمېر افغان او ترکمن مسؤولینو هم حضور درلود.

په دې لیدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه خبرې وشوې.

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. 

د محترم ملا صاحب په خبره، دلتا انټرنېشنل کمپنۍ لېواله ده چې د ټاپي پروژې د ګازو اخیستلو، د ترکمنستان د لوی ګازي بلاک د ظرفیت لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت تر سپين بولک ولسوالۍ، له سپين بولدک بیا د هند تر پولې د ګازو د پایپ لاین جوړولو او غځولو، د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د ستر او عصري مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه له ترکمنستان څخه وغوښتل، چې د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژې د جوړېدو په اړه افغانستان ته خپل دریځ روښانه کړي؛ ځکه د دې پروژې د تطبیق لپاره قزاقستان هم قوي لېوالتیا لري.

هغه همداراز د افغانستان له لوري د ټاپ پروژې د لارنقشې د نهايي کېدو لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د دې ترڅنګ یې بالا مرغاب، خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا انتقال او د سیمه ییز اتصال د نورو پروژو د پيل لپاره د افغانستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. 

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانو پروژو کې افغانانو ته د کاري زمینې د برابرېدو په اړه هم ټینګار وکړ.

ورپسې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مردوف خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه يې مننه وکړه، چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ښه زمینه برابره کړې ده. 

نوموړي وويل، د روان میلادي کال تر پایه به د دې پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې راورسیږي.

نوموړي په ټاپي پروژه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې اړه باید له نږدې ورسره کار وشي.

همداراز هغه د ترکمنستان له لوري د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژه کې هم پانګونې ته چمتووالی وښود او وې ویل، عملاً یې په تورغونډۍ کې کارونه پيل کړي. 

نوموړي زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې له پنځو لارو افغانستان ته برېښنا انتقال او ظرفیت یې لوړ کړي. 

پردې سربېره د دواړو لوريو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدو، بانکي همکاریو، کاري فرصتونو پر ایجاد او په مختلفو برخو کې د اقتصادي پروژو د مدیریت په اړه د ګډ کار کولو په اړه هم خبرې وشوې. 

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو له لوري د روانو پروژو د کاري پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات هم له ګډونوالو سره شریک شول.#