د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هيواد يو شمېر سياسي شنونکو او مطبوعاتي څېرو سره په ارګ کې ګډ روژه ماتی وکړ.
په دې غونډه کې د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع او د سياسي او ولسي چارو رئيس شيخ محمود ذاکري هم حضور درلود.
په پيل کې، د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی څخه مننه وکړه، چې د اسلامي امارت پالیسي په ښه توګه تشريح کوي او تل يې داسلامي اوملي ګټو دفاع کړې ده.
ورپسې استاد محمد زمان مزمل، حميدالله هوتک، هاشم الکوزي، ډاکتر فضل من الله ممتاز او ډاکتر زلمي افغانيار د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د افغانستان پر حریم د پاکستان پوځي رژيم بريدونه يې وغندل او له اسلامي امارت څخه يې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
دوی وويل، موږ له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړيکې غواړو، خو دا چې زموږ حریم او ملي حاکميت نقض شو، نو اسلامي امارت انتقامي ځواب ورکړ او د ملت ټول اقشار د دوی تر شا ولاړ دي.
سياسي شنونکو په تدبير د دغو ګواښونو د مهارولو لپاره د اسلامي امارت اقدامات وستایل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سياسي شنونکو فعاليتونه وستايل او د هغوی له مشورو او وړاندیزونو يې مننه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اوسنی اسلامي نظام د ملت د قربانيو پايله ده او د ساتنې لپاره يې هم ټول متحد دي. د اسلامي امارت ترسره شوي مثبت کارونه به تقويه او د پاتې هغو د تحقق لپاره به په ګډه او مشوره مخکې ځو.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، موږ له هيچا سره جګړه او مشکلات نه غواړو، د متقابل احترام پر اساس له ګاونډيو، سيمې هيوادونو او نړۍ سره ښې اړيکې غواړو، خو که څوک زموږ ملي حاکميت نقض کوي، نو بيا له خپل ولس او اسلامي نظام دفاع په ټولو لازمي ده.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په وروستيو بريدونو کې پر ملکي تلفاتو خواشيني وښوده او وې ويل، دغه جګړه پر موږ تحمیل شوې او د ملت په حمايت او مشوره تر اوسه پر موجودو ګواښونو بريالي شوي يوو.