د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پرون ماښام د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير په مشرۍ په سپيدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د سیمې او نړۍ په وروستیو تحولاتو او له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او تحکیم بحثونه وشول.
همدرانګه له اجنډا سره سم پر ځينو نورو مهمو موضوعاتو او په ځانګړې توګه په سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او د ژمي په راتګ د نړیوالو مرستو په انسجام او له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاسته راوړنو خبرې وشوې.
په دې ناسته کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو لازم تصامیم ونیول شول.