د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی موظفو کمېټو د یاد کمېسیون له لوري د ورسپارل شویو دندو په اړه د خپلو کړنو او اجراتو راپور وړاندې کړ.
وروسته د عامې روغتیا، مالیې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارتونو ، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او د کانکور ازموینې د تخصصي کېدو او د هغې د شرایطو د څرنګوالي په اړه بحث او هراړخېزه څېړنه وشوه او د یادو موارد په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.#