د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د امر باالمعروف اونهی عن المنکروزارت له مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرحمن منیر سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
ددی کتنې په پیل کې مولوي عبدالرحمن منیر د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کړنو او اجرائاتو په اړه د ریاست الوزرا محترم مرستیال ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه، له خلکو سره د دې وزارت د کارکوونکو چلند تر ډېره حده مسلکي او له قرآني اوامرو سره برابر دی، دغه راز دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې نور هم ښه والی او پرمختګ راشي.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د امر باالمعروف اونهی عن المنکروزارت مرستیال ته مناسبې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
نوموړي وویل، امرباالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي نظام مهمه برخه ده او دا کار باید نور هم د اسلام له ارشاداتو سره سم په حکیمانه ډول ترسره شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ولس د ښې اصلاح لپاره باید د دوی د صورت تر څنګ د دعوت او ارشاد له لارې د دوی فکر او ذهن جوړولو ته دې هم پام وشي.