د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

د غونډې په پيل کې، د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل. 

وروسته، د امارتي شرکتونو رياست او کابل ښاروالۍ اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول. 

د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#