د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوال سره د رياست الوزراء اداري مرستيال کتنه

د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوال سره د رياست الوزراء اداري مرستيال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري
‎مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ ولسوال محترم داملا سیف الله سره وکتل.
‎په پيل کې، محترم داملا سیف الله د دولت اباد ولسوالۍ د محلي ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه یې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د دولت اباد ولسوال وویل، په دې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت مجاهدین او مسوولین شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي او خلکو ته د خدماتو برابرولو، د امنیت او هوساینې د تامین لپاره کار کوي او په دې برخه کې خپل کوښښونه نه درېغوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي خلکو ته د خدماتو برابرولو او د امنیت او ارامي تامین په موخه د اسلامي امارت د مسوولینو او مجاهدینو فعالیتونه او زحمتونه وستایل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، د اسلامي امارت مسوولین چې په هره کچه وي د خلکو خادمان دي او هغوی ته د خدماتو رسولو کې باید کوتاهي ونه کړي.