د بادغیس ولایت سیمه ییزو مسؤلینو او مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د بادغیس ولایت سیمه ییزو مسؤلینو او مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د بادغیس مرستیال والي محترم الحاج ملا غوث الدین کاکا او د دې ولایت له یو شمېر مسؤلینو او مجاهدینو سره وکتل. 

په پیل کې د بادغیس مرستیال والي محترم الحاج ملا غوث الدین کاکا د دې ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې، وروسته اړوندو مسؤلینو د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

دوی زیاته کړه، سیمه ییز مسؤلین او مجاهدین د امنیت د تأمین او د خلکو د هوساینې او د اسلامي امارت د مشرانو د اوامرو او لارښونو د اجرا لپاره خدمت ته چمتو او تل د هیوادوالو د ستونزو د حل په موخه نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

دوی دغه راز په بېلابېلو برخو کې د بادغیس د ولسونو ستونزې او غوښتنې شریکې او دې برخې ته د اسلامي امارت د پاملرنې غوښتونکي شول.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د مسؤلینو کړنې او فعالیتونه وستایل او وې ویل، سیمه ییز مسؤلین باید د خپلو چارو په ترسره کولو کې صادق او د خلکو د ستونزو د حل لپاره تر بل هر وخت زیاتې هڅې وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بادغیس د ولسونو وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به د خپلو شته امکاناتو په پام ورته رسیدګي او لازم اقدامات ترسره کړي.#