له یو تن فرهنګي او مطبوعاتي فعال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

له یو تن فرهنګي او مطبوعاتي فعال سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې له فرهنګي او مطبوعاتي فعال ښاغلي محمدسلیم پیګیر سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محمدسلیم پیګیر د سراسري امنیت په تامین د خوښي څرګندولو ترڅنګ د هیواد د فرهنګي او ټولنیز وضعیت په اړه خبرې وکړې او وې ویل، هیوادوال له کلونو ناامنۍ وروسته ارامي ته رسېدلي او د اسلامي امارت نظام تر چتر لاندې سوله ییز ژوند ته ادامه ورکوي.
محترم محمدسلیم پیګیر څرګنده کړه، افغان ملت د پرلپسې جنګونو په اوږدو کې زیاتې ستونزې وزغملې او اوس لازمه ده چې ټولنیزې هوساینې او د هیواد ابادۍ ته زیاته پاملرنه وشي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال هیوادوالو ته د ژوند د مناسبو شرایطو رامنځته کولو په خاطر د اسلامي امارت د مسوولینو د کوښښونو یادونه وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، د امنیت تامین، هیوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او د هیواد بیارغاونه د اسلامي امارت لومړیتوبونه دي او په دې برخه کې به له ټولو شته امکاناتو څخه استفاده وشي.4714:44