عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د شهیدانو او معلولینو وزارت ، د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست، د پېښو په وړاندې د مبارزې عمومي ادارې، د زندانونو چارو ادارې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د روزنتونومسؤلینو، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو په وړاندي د مبارزې معینیت، د جهادي مدارسو او دار الایتامونو عمومي ریاست اړوند د دار الایتامونو مسئولینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې، ګډون او ويناوې وکړې
په دغه سیمینار کې چې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، د کار او ټولنیزو چارو وزیر، د جهادي مدارسو عمومي رئیس، د سترې محکمې نظامي معاون، د سترې محکمې جنوب لویدیځ زون قضایي معاون، د مرکزي دارالافتاء رئیس، د دیني خپرونو د نظارت او کره کتنې ادارې رئیس، د شهیدانو او معلولینو وزارت معین، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو د مخنیوي معین او یو شمېر نورو مسؤلینو او علماء کرامو هم برخه اخیستې وه، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمینار ګډونوالو ته لازم هدایات او مهمې توصیې وکړې.
همدارنګه یې د ټولو راغلو مسؤلینو خدمتونه وستایل او د سیمینار ګډونوالو ته یې د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې تفصیلي ویناوې وکړې او ویې ویل، خیر الناس من ینفع الناس، په خلکو کې د خیر خلک هغه دي، چې خلکو ته یې نفع رسېږي. اسلامي امارت د مسلمانانو د وکالت او نمائنده ګۍ مقام دی، اسلامي امارت به د مسلمانانو د دين او عقیدې ساتنه کوي، خلکو ته به دین او شریعت ورښيي، د خلکو امنیت به ساتي، د یتیمانو، کونډو، غریبانو، بې سرپرسته کورنیو کفالت به کوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: د اسلامي امارت قوانین او فرامین د څو کسانو رایه نه ده، بلکې دا د الله تعالی دین او ټول اسلامي احکام دي، چې خلک د الله تعالی دین ته رابولي.
هغه وویل: د اسلامي امارت فرمانونه په دوو برخو کې صادرېږي، یوه برخه یې د الله تعالی تعظیم او عبادت دی، چې لمونځ، روژې او په نورو عباداتو کې فرمانونه دي، او بله برخه فرمانونه یې د الله تعالی پر مخلوق باندې د رحم او شفقت لپاره دي، چې د خلکو، مهاجرینو، غریبانو، معلولینو، بې سرپرسته کورنیو، یتیمانو، کونډو او معتادینو سره د مرستې او همکارۍ په اړه دي، چې پر همدې بنیاد اسلامي امارت د خلکو سره د همکارۍ او د دوی د خدمت په موخه ادارې جوړې کړي دي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: د شهیدانو او معلولینو وزارت هر کال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مقرره ماهانه ورکوي، همدارنګه اسلامي امارت په یوه فرمان کې یاد وزارت ته فوق العاده امر کړی دی، چې د دوو اندامو معلول ته د موټر د رانیولو پیسې ورکړي او د مجردو شهیدانو کورنیو ته هم امتیاز ور کړي.
هغه وویل: دارالایتامونه د یتیمانو د روزلو مسؤلیت لري، د دې لپاره چې د یتیمانو خدمت ته ښه رسېدګي وشي او په نظام کې سره میاشت بیوزلو ته د رسېدګۍ وظیفه سرته رسوي او مالي چاري یې د اسلامي امارت مقام پر غاړه دي، ځکه دوی د بې وزله خلکو، عصبي ناروغانو خدمت کوي او په طبعي پیښو کې د زیانمنو خلکو سره مرسته کوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د روزنتونونو اداره ده، چې په ښارو کې بې سرپرسته ماشومان ټولوي او د دوی خدمت کېږي، همدارنګه د مخدره موادو معینیت معتادین راټولوي او خدمت یې کوي، او د دوی لپاره یې د کسب او کار د زده کړې زمینه برابره کړې ده.
هغه جناب وویل: د بندیانو او محبوسینو په حق کې اسلامي امارت په ابتدا کې فرمان صادر کړی وو، چې بندیان به نه ځورول کېږي او نه به وهل کېږي، شکنجې به نه ورکول کېږي او د محکمې پرته به چاته سزا نه ورکول کېږي، ځکه چې دا اسلامي نظام دی او په اسلامي نظام کې د هر مسلمان عزت او وقار خوندي دی، اسلامي امارت د محبسونو رئیسانو ته امر کړی دی چې استادان ورته پیدا کړي او تعلیم ورته شروع کړي، بندیان پوه کړي او علم ورکړي، بنديخانې دوی ته د تعلیمي مراکزو په شکل جوړې کړي.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل: کله چې مسؤلیت درته وسپارل شو، نو خپل صلاحیت وپیژنئ، تاسو هر یو مسؤل یاست، ستاسو رعیت پر تاسو څه حقوق لري او ستاسو څه حقوق دي دوی باندي باید دا وپېژنئ، هر څوک چې په کوم کار مبتلا شي، نو زده کول او ځان پرې پوه کول ورباندې فرض عین دي، اختلاف ونه کړئ، یو د بل اطاعت وکړئ، د الله تعالی په دین باندي لاسونه ټینګ کړئ، یو د بل سره محبت وکړئ او یو د بل په کارونو کې کومک سره وکړئ، خلکو ته د خوشحالۍ زېري ورکوئ او نا امیده کوئ یې مه، او په نفرت کې یې مه اچوئ، رحم او شفقت پر کوئ، کارونه پر وخت او په اخلاص سره ورته اجرا کوئ، دروازې مه ورته بندوئ، د غریب او مالدار فرق مه کوئ، په خپل کار او خپل فیصلو کې شریعت ته ترجیح ورکړئ او په شریعت کې ځانته اختیار مه ورکوئ، یو بل ته تواصوا بالحق او تواصو بالصبر کوئ او په خپل منځ کې امرباالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، د خلکو د رهنمایي او هدایت ذریعه جوړ شئ، چې راتلونکي نسل ستاسو لار تعقیب کړي، غفلت مه کوئ او په غیر مقصودي شیانو او عبثیاتو ځانونه مه مشغول کوئ.
په پای کې ټولو علماء کرامو او مسؤلینو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به وي.
وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.
۲۴/۶/۱۴۴۷ هـ ق