د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولس ګونو کمېټو د رئيسانو غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د دغو کمېټو د رئيسانو او د یاد کمېسیون د ځينې اعضاوو په ګډون، نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
دا غونډه د هغو کډوالو د ستونزو د حل په موخه چې په اجباري توګه له ګاونډیو هیوادونو څخه را ايستل کېږي، جوړه شوې وه، د يادې موضوع له هراړخيزې ارزونې وروسته مؤظفو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د خپلو کاري استقامتونو په چوکاټ کې راستنېدونکو کډوالو ته د غوره خدماتو برابرولو هڅې او لازم اقدمات وکړي او د هغوی د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.#