د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ۲۰۳ منصوري قول اردو له درېیمې پلې لوا او د غزنې جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ۲۰۳ منصوري قول اردو له درېیمې پلې لوا او د غزنې جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر تېر ماښام په داسې حال کې چې د غزني والي حافظ محمد امین عمري یې ملتیا کوله په یاد ولایت کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له درېیمې پلې لوا او جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر افغان ولس او اسلامي نظام ته د خدمت له امله د پوځیانو دنده له ویاړه ډکه وبلله وې ویل، مجاهدینو د پوځ په لیکو کې د هېواد د پولو د ساتنې او خلکو د امنیت په برخو کې اغېزناک کارونه کړي او مجاهدین دې د دندې تر څنګ تقوا ته هم بشپړ پام وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په هېواد کې د ښوونیزو او علمي مرکزونو پر ودې د ټېنګار تر څنګ وویل، ټولنه دیني عالمانو او د پوهنتون فارغانو ته اړتیا لري.
محترم مولوي عبدالکبیر د مدرسو او ښوونځیو ګډه همکاري د زده کوونکو د پرمختګ لپاره اغېزناکه وبلله. نوموړي زیاته کړه، د مدرسو د زده کوونکو ته د دیني زده کړو ترڅنګ د ځینو مهارتونو زده کول هم اړین دي.#