د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د غزني د جاغوري ولسوالۍ له څو تنو قومي مخورو سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د غزني د جاغوري ولسوالۍ له څو تنو قومي مخورو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د غزني د جاغوري ولسوالۍ له څو تنو قومي مخورو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې محترم شریف بلخابي هم حضور درلود، راغلو مشرانو او مخورو په هېواد کې بشپړ امن او حاکم نظام د جهاد ثمره یاده کړه او وې ویل، د امنیت په ټېنګښت سره د ولسونو ګڼې ستونزې هوارې شوې دي.

د اهل تشیع دغو قومي مخورو له حکومت سره پر همکارۍ ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، په غزني او په ځانګړي ډول په جاغوري ولسوالۍ کې خلک له سیمه ییزو ادارو سره په تماس کې دي او همکاري ورسره کوي.

د جاغوري ولسوالۍ حاضرو قومي مخورو وویل، په یاده ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر ښوونځيو تر څنګ د دیني مدرسو غوره فعالیت ته هم زمینه برابره شوې ده. دوی د خپلو وړاندېزونو د شریکولو پر مهال وویل، د جاغوري یو شمېر جوماتونه دې رسمي شي او د حج او اوقافو وزارت دې ورته ځینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د جاغوري ولسوالۍ له قومي مخورو سره په لیدنه خوښي څرګنده او زیاته یې کړه، اسلامي امارت خلکو ته د خدمت په موخه وړ کسان په سیمه یيزو ادارو کې ګومارلي دي.

محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، د قومونو او هېوادوالو پر وړاندېزونو د اصولو په رڼا کې غور کیږي او امکاناتو ته په پام د ولس د ستونزو د حل هڅې روانې دي.

د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د جاغوري قومي مخورو ته یادونه وکړه، چې خپل وړاندېزونه دې د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت ته په لیکلې بڼه وسپاري او د حل لپاره به یې هڅې وشي.