د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ترکیې د (I.H.H) خیریه موسسې له یو تن مسئول محترم عبدالله آلتای او مل پلاوي سره وکتل.
په پیل کې هغوی د دې خیریه موسسې د فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او په افغانستان کې یې په خیریه چارو کې د اسلامي امارت د مسئولینو په همکاري او د کړنو بهیر خوښي څرګنده کړه.
هغوی په افغانستان کې د دې خیریه موسسې د فعالیتونو د ادامې ډاډ ورکړ او وې ویل، دا مؤسسه په پام کې لري چې خپل بشردوستانه فعالیتونه په بېلابېلو برخو کې پراخ کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یادې خیریه موسسې مسئولینو ته د ښه راغلاست پرمهال، د هغوی د انسان دوستانه مرستو او کړنو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، افغانستان او ترکیه په دیني، فرهنگي، اقتصادي او سیاسي برخو کې اوږدې او تاریخي اړیکې لري او هیله من یوو چې دا اړیکې لا ډېرې پراخه شي.