د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښين د غور ولایت له يو شمېر علمای کرامو سره وکتل.
په پیل کې هغوی د غور ولایت د اقتصادي، اجتماعي او امنیتي وضعیت په اړه وویل، د اسلامي امارت د مسؤلینو او مجاهدینو د هڅو او کوښښونو له امله د غور اوسېدونکي په بشپړ امنیت او ارامي کې ژوند کوي او په ډاډ سره خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
د غور ولایت علماؤ همدارنګه د مدرسو، ښوونځیو، انکشافي پروژو او د کارموندنې چارو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل هغو برخو ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، خلکو ته خدمت، د امنیت ټینګښت او د ولسونو هوساینه د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي او مسؤلین به په دې برخو کې خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام په هغه برخه کې لازم اقدامات وکړي.#