د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دوو جلا ناستو کې د ننګرهار ولایت له یو شمېر  قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دوو جلا ناستو کې د ننګرهار ولایت له یو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په دوو جلا ناستو کې د ننګرهار ولایت له یو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

په لومړۍ ناسته کې د مومندو، شینوارو او خوگیاڼیو قومونو یادو مخورو وویل، د اسلامي نظام ملاتړ کوي او له حکومت سره په هېواد کې د بشپړ امن د ساتلو په موخه همکار دي.

د یادو قومونو مشرانو او مخورو د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت له همکاریو په مننې وویل، تل یې د اسلامي امارت لخوا غږ اورېدل شوی او وړاندېزونو ته یې د مسوولو ادارو لخوا رسیدنه شوې ده. 

د مومندو، شینوارو او خوگیاڼیو دغو قومي مخورو د اسلامي نظام راتګ د لویو ناخوالو د پای سبب یاد کړ او خپل ځينې وړاندېزونه او سلا مشورې یې د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

همدارنګه په دویمه ناسته کې د ننګرهار د شینوارو له شپږو ولسوالیو راغلو قومي مخورو او علماوو د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال له همکاریو په مننې وویل، په ننګرهار کې د شینوارو ستونزې د اسلامي امارت د چارواکو لخوا هوارې شوې او ولسونه له دغه اقدام څخه خوښ دي.

د شینوارو مخورو او علماوو له دوی سره د اسلامي امارت لخوا د شوي ښه چلند په یادولو سره وویل، په هر ډګر کې له حکومت سره همکاري او ملاتړ یې کوي.

دغه زار په ناسته کې د شینوارو قومي مخورو د یو لړ مسائلو په هکله خپلې سلا مشورې او نظرونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره شریک کړل او د حکومت لخوا یې په شینوارو کې د سړک د رغولو وړاندېز وکړ.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار قومي مخورو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د ولس غږ اورېدل او د هغوی وړاندېزونو ته رسیدنه د اسلامي امارت مسوولیت دی.

محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، د مسوولو حکومتي ادارو لخوا د ننګرهار په ځینو سیمو کې له بې وزلو سره د مرستې لړۍ پیل شوې او هیله ده چې د یاد ولایت نورو سیمو ته به هم وغزول شي.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، ملت دې ډاډمن اوسي چې په ملي او دیني ارزښتونه معامله نه کیږي او څرنګه چې اسلامي امارت له ملت راټوکېدلی همدارنګه د ولسونو غږ او غوښتنې په وخت سره اوري.

د دغو ناستو په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر په ټینګار سره وویل، د ننګرهار د ولسونو غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شریکې شي او د حل لپاره به یې هڅې وشي.