د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د جمعیةالأنهار خيریه مؤسسې مشر سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د جمعیةالأنهار خيریه مؤسسې مشر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د ترکیې د جمعيةالأنهار خیریه مؤسسې مشر ښاغلي شیخ عبدالله الحليلي سره وکتل.
په دې کتنه کې، ښاغلي الحلیلي په افغانستان کې د اسلامي او شرعي نظام په ټينګښت خوشالي وښوده وې ويل، دا به د نورې اسلامي نړۍ لپاره يو مثال وګرځي.

نوموړي په افغانستان کې د خپلو تعلیمي او فرهنګي فعالیتونو په تړاو معلومات ورکړل وې ویل، افغانانو ته په خدمت وياړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ياد بنسټ له فعاليتونو مننه وکړه وې ويل، افغانان جګړو او فقر ځپلي او شديدو مرستو ته اړتيا لري.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، افغان ملت وخت په وخت د بهرنيو يرغلګرو پر وړاندې سپېڅلي جهاد ته اړ اېستل شوي او دا مهال ترې ميليونونه شهيدان، کونډې او معلولين پاتې دي، چې ورته رسېدنه د خيريه بنسټونو او اسلامي امارت ګډ مسووليت دي.