د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند نن سهار د ارګ په جامع جومات کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.
د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې پر رئیس الوزرا سربېره، د ریاست الوزرا مرستیالانو، د کابینې غړو او د اسلامي امارت یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم ګډون کړی و.
د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا د کوچني اختر د لمانځه تر ادا کولو وړاندې د هیواد د عمومي وضعیت په اړه خبرې وکړې او له اشغال څخه د هیواد د خلاصون لپاره یې د اسلامي امارت د مجاهدینو د قربانیو ستاینه وکړه.
محترم ملا محمد حسن اخند وویل، اسلامي امارت د هېڅ هیواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او له ګاونډیو او ټولې نړۍ څخه یې وغوښتل چې له اسلامي امارت سره پخپلو ژمنو وفا وکړي.
نوموړي اقتصادي ستونزې د تېر ۲۰ کلن اشغال پایله وبلله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت ټولشموله دی او د الهي لارښوونو مطابق بشري حقونو او نورو ارزښتونو ته ژمن دی.
د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا د لوی الله (ج) دربار ته دعا وکړه چې افغان ملت او ټول مسلمان امت ته نېکمرغي او خوښي ورنصیب کړي او پخپل رحمت وچکالي او د هیواد نورې ستونزې حل کړي.
ورپسې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر ټول افغان ملت او د افغانستان اسلامي امارت ټولو منسوبینو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او د روژې، ختمونو او عبادتونو د قبولیت د دعا ترڅنګ یې له شتمنو هیوادوالو وغوښتل چې د بېوزله هیوادوالو لاسنیوی وکړي او په دې مبارکو ورځو کې ټول په خوښیو کې شریک کړي.
ملا عبدالغني برادر تېرې شل کلنې جګړې ته په اشارې یو وار بیا ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت مخالفین نشي کولای له نظامي لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي او په وینا یې، د افغانستان اسلامي امارت د دې هیواد د امنیت، ثبات او هوساینې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
رئیس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند او د اسلامي امارت نورو مقاماتو د کوچني اختر د لمانځه تر ادا کولو وروسته له یو بل سره روغبړ او اختر مبارکي وکړه.