د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د ماشوم روغتیا(صحت طفل) روغتون او تهیه مسکن دارالایتام څخه لیدنه وکړه او د ناروغو او یتیمو ماشومانو د پوښتنې ترڅنګ یې هغوی ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او نغدي مرسته یې ورسره وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له یاد روغتون او دارالایتام څخه د لیدنې په جریان کې ژمنه وکړه چې د صحت طفل او دارالایتام بېلابېلو شته ستونزو ته رسدګي کېږي.