ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۶ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. 

له بحث وروسته د ۲.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې شوې او په څلورو پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلل. 

همداراز د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژې تدارکاتي پروسه او قېمت بیاځلې و ارزوي. 

همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو په شرایطو له برابرو شرکتونو سره د پروژې په اړه د ورکړل شويو قېمتونو په اړه مذاکره وکړي او همداراز یوه پروژه له دې امله بیاځلي ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوه، چې ګټونکي شرکت یې په ټاکلي قېمت له تطبیق څخه انصراف کړی و. دغه شرکت د همدې سرغړونې له امله د محرومیت کمېټې ته معرفي شو. 

په منظور شويو او تعدیل شويو پروژو کې د مخابراتي وسایلو، سړک جوړونې، برېښنا رسونې او توزیع او یو شمېر نورو برخو پروژې شاملې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.#