د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ایران ته د رسمي سفر په ترڅ کې پرون ماښام په تهران کې د افغان سفیر محترم مولوي فضل محمد حقاني، افغان دیپلوماتانو او د سفارت د کارکوونکو په ګډون له یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په پلازمېنه تهران کې د افغانستان په سفارت کې ترسره شوه، له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د اسلامي امارت د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پرمختګ او د وروستیو لاسته راوړنو تر څنګ په ایران کې د مېشتو افغانانو او سوداګرو په هکله خبرې وشوې.
په پیل کې افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني وویل، د کوربه هېواد له مسؤلینو او چارواکو سره ښې اړیکې لري او هڅه کوي د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې د ایران جمهوري دولت سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو لمن لا پراخه شي.
وروسته د افغان سوداګرو په استازولۍ ډاکتر شمس الحق شمس او حاجي محمد ايوب حسيني د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ په ستایلو سره وویل، له ګاونډیو او یو شمېر نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت ښه تعامل او اړیکې د سوداګریزې راکړې ورکړې د ودې لامل ګرځېدلی دی. دوی په افغانستان کې ډاډمن امنیت او د شریعت په رڼا کې اقتصادي پالیسي د پانګې د جلب او سوداګرۍ لپاره ارزښتناکه وبلله او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د دوې د خبرو له اورېدو وروسته وویل، اسلامي امارت له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي چې د همدې موخې پر اساس دا مهال اسلامي امارت په ګڼ شمېر هېوادونو کې فعال سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د اسلامي امارت له بریا وروسته د افغانستان پر پښو درېدل، افغان حکومت ته لومړیتوب لري او هڅې روانې دي چې په کور دننه او بهر د افغانانو ستونزو ته حللارې ولټول شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د مسؤل او له ټولنې د راټوکېدلي نظام په توګه خپلې چارې د ولس د غوښتنو پر بنسټ مخته وړي او په ټولو اقتصادي او نورو اړوندو برخو کې د سوداګرو او خلکو وړاندېزونو ته پام کیږي. همدارنګه افغانستان د بل هر وخت په پرتله دا مهال د ډاډمن امنیت په لرلو سره د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب دی، نو له تاسې او نورو ټولو افغان سوداګرو غواړم چې په خپل هیواد کې پانګونه وکړي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، له سیاسي پلوه اسلامي امارت دا مهال په نړیواله او سیمه ییزه کچه مناسب ځای لري او په نږدې راتلونکې کې به له ځینو نورو هېوادونو سره هم د اسلامي امارت رسمي سیاسي اړیکې پیل شي.
د دغې کتنې په پای کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په ایران کې د افغان سوداګرو او کډوالو د ستونزو د حل په موخه افغان سفیر محترم مولوي فضل محمد حقاني ته یو لړ سپارښتنې هم وکړې.#