د ریاست الوزراء اداري مرستیال په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان سفیر سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محترم مولوي اسدالله بلال کریمي سره وکتل. 

په دې کتنه کې محترم مولوي اسدالله بلال کریمي په چین کې د افغانستان سفارت د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د دې سفارت مسؤلین په مختلفو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره هڅې کوي.  

محترم مولوي بلال کریمي زیاته کړه، د دې سفارت کونسلي چارې په دوامداره ډول فعالې دي او په دې هیواد کې مېشتو سوداګرو او افغانانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول زموږ لومړیتوب دی. 

په مقابل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت فعالیتونه او کړنې وستایلې او وې ویل، د دې سفارت مسؤلین باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا زیاتې پراختیا لپاره لازمه هڅه وکړي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په چین کې د اسلامي امارت سفیر ته د سفارتي چارو د ښه والي او هلته مېشتو افغانانو ته د غوره کونسلي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.#