د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع او یو شمېر نورو وزیرانو او امارتي چارواکو په حضور کې، د اسلامي امارت د قلمي او فرهنګي مبارزینو ستاینغونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.
یاد مراسم چې د قرانکریم په څو مبارکو ایتونو پیل شول، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د نظام په استحکام کې د قلمې مبارزې پر ارزښت خبرې وکړې او وې ویل، قلم هغه مقدسه او ارزښتناکه وسیله ده چې د ټولنې په اصلاح او د وګړو په فلاح کې ډېر اغېزناک رول لري، خو په دې شرط چې د قلم تقدس او معنویت وساتل شي. د شخصي اغراضو او هغو وړو موخو لپاره ونه کارول شي چې د اسلام د مبارک دین له اساساتو، انساني کرامت، د ټولنې او اسلامي ارزښتونو او منل شویو عنعناتو سره په ټکر کې وي.
ډاکتر ملا عبدالوسع په تېر جهاد او اوس د نظام ساتنه کې د قلمي مبارزې ارزښت د درک وړ وباله او زیاته یې کړه، مبارزین دې د اسلامي امارت دریځ، لومړیتوبونه، په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه او لاسته راوړنې برجسته کړي. د هیوادوالو د سعادت په موخه دې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی مهمې توصیې، اساسي پیغامونه او سپارښتنې په داسې فصیح انداز بیان کړي، چې هیوادوال یې په اسانۍ درک کړي او خپل رغنده وړاندیزونه او نېکې مشورې دې په احسنه طریقه له مسئولینو سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د ټولنې د اصلاح، د خلکو د اذهانو د روښانولو او د نظام پر وړاندې مسئولیتونو ته قلمي مبارزین متوجه کړل او ورته یې سپارښتنه وکړه، چې د هیواد د دښمنانو بې اساسه تبلیغات او ګونګوسې خنثی کړي.
وروسته قاري احمدالله سعید خوستي خبرې وکړې او وې ویل، د دغو مراسمو د جوړولو هدف تر فتحې وړاندې د هغو مبارزینو ستاینه ده، چې د اسلامي نظام د قیام او د اشغال د محوه کولو لپاره یې قلم پورته کړی و.
نوموړي زیاته کړه، زموږ مبارزه یوازې په وسله نه وه، بلکې د قلم سنګر فعاله ساتل او د عامه افکارو مدیریت هم و. پخوا به یوازې له منبر څخه ډېره استفاده کېده او اوس د منبر ترڅنګ له ټولنیزو رسنیو او نورو ارتباطي وسایلو څخه استفاده مهمه او حیاتي ده.
قاري سعید خوستي وویل، اوسمهال اړتیا ده چې له دفاعي حالت څخه د تهاجمي حالت پر لور ولاړ شو او د عمراني او لویو زېربنایي پروژو جوړول، د سوداګرۍ او ټرانزیټ او نړۍ سره د اړیکو پراختیا ته ډېر انعکاس ورکړو.
وروسته د ورزش، بدني روزنې او المپیک کمېټې رئیس احمدالله وثیق د دغو مراسمو پر جوړولو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، څه موده وړاندې یې له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره لیدنه درلوده او هغه هم د اسلامي امارت د مبارزینو د فعالیتونو پر دوام د ټینګار ترڅنګ وویل، په دې برخه کې باید ارزښتناک کارونه ترسره شي.
نوموړي څرګنده کړه: دا چې د مغرضو رسنیو لخوا د اسلامي امارت پر وړاندې منفي تبلیغات زیات شوي، باید د دغو تبلیغاتو د دفع او ردولو لپاره د مبارزې ډګر لا زیات پیاوړی کړو او د اسلامي امارت د قلمي او فرهنګي مبارزینو لپاره باید د فکري انسجام یو مرکز جوړ شي.
ورپسې د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد خبرې وکړې او وې ویل: شرعي نظام او د اسلامي امارت زعامت قلمي او فرهنګي مبارزې ته ځانګړې توجه لري. د اسلامي امارت قلمي او فرهنګي مبارزینو د اشغال په ۲۰ کلونو کې څو جبهې ګرمې ساتلې وې او د جهاد د مشروعیت ساتلو، د خلکو ارادې مدیریت، پر باطل د حق بري څخه ډاډ، د دښمن له جنایتونو څخه پرده پورته کول او د مجاهدینو د اتلولیو برجسته کولو په برخو کې یې ارزښتناکې هڅې وکړې.
نوموړي وړاندیز وکړ، چې د فرهنګي او قلمي مبارزې او د شرعي نظام د پالیسۍ او فعالیتونو د انعکاس لپاره باید له معاصرې ژبې او ټکنالوژۍ څخه په پیاوړي ډول استفاده وشي.
په دې مراسمو کې دوکتور لطف الله خیرخواه په یوویشتمه پېړۍ کې اسلام ته ورپېښ ګواښونه تشریح کړل او د ځوانانو او مبارزینو پر بېدارۍ یې ټینګار وکړ او وې ویل، دې فکري جګړې ته باید لازم تیاری ولري.
همداراز په دې غونډه کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست مرستیال قاري عبدالستار سعید د لیکوالۍ د اصولو او د علمي او اکاډمیکو مقالو لیکلو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
په همدې ترتیب، په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي خبرې وکړې او وې ویل، زموږ قلمي او فرهنګي مبارزه په ډېرو کمو امکاناتو پیل شوه او اوس یې لویه ثمره وینو.
نوموړي دېته په اشارې، چې خلک ډېر ستاسو عمل ته ګوري زیاته کړه، په دې مبارزه کې د خلکو د باور ساتل، د ژبې او قلم د عفت او د اسلام مقدس دین د اصولو مراعتول مهم دي.
په پای کې مولوي صبغت الله وصیل په جهاد کې د اسلام د دښمنانو د تبلیغاتو پر وړاندې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د ژبې او قلمي مبارزې په اړه معلومات ورکړل او یاد مراسم د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس شیخ محمود ذاکري په دعائیې پاېته ورسېدل.#